IQNA

  د فلسطین مقاومتي مبارزانو په یوه ورځ کې ۲۷عملیات وکړل

16:32 - November 10, 2022
د خبر لمبر: 3486439
ایکنا-(تهران)د فلسطین رسندویو وئيلي دي،د ولسی مقاومتي ځواک ډلو په تیر شواروز کې د صهیونیسټي نیواکګرو په ضد مختلف ۲۷عملیات کړي دي.

ایکناخبری آژانس د فلسطین داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ رژيم پوځيان هره ورځ په مختلفو پلمو سره د فلسطین پر مظلوم ولس په حملو سره دوي شهیدوي، او یا ئې زندانونو کې اچوي،فلسطنیانو هم ددغو جنایتونو په ځواب کې صهیونیسټ ضده عملیاتو ته مخه کړې ده،څو د وحشي صهیونیسټانو خوبونه ورک کړي.د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز نن راپور ورکړی،د؛معطی؛احصایو مرکز په یوه راپور کې وئيلي دي،د فلسطین د ولسی مقاومتي ډلو ټپلو مبارزانو په تیر شواروز کې د اردن سین په لویدیځي غاړې کې د صهیونیسټان په ضد ۲۷عملیات ترسره کړ ي دي.

په دغه راپور کې راغلي دي،په دغو عملیاتو کې څلور موردونه دډزو،دقدس له نیواکګرو اوسیدونکو صهیونیسټانو سره مقابله او دهغوي پر ګاډو حملې شاملې دي چې دوه صهونیسټان پکې ټپیان شوي دي.

فلسطینیانو په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دقدس،رام ا...،جنین، نابلس،اریجا،الخلیل پشمول په لسو سیمو کې  له صهیونیسټي پوځیانو سره ډغره خوړلې  چې په دغو  نښتو کې یو شمیر ټپيان شوي هم دي.

د شهاب خبری آژانس د راپور په اساس، دصهیونیسټي نیواکګر رژيم  ځواکونو نن  په لویدیځي غاړې کې په یو شمیر سیمو باندې په یرغلونو سره   نهه فلسطینیان ونیول. 

له دې مخکې  دفلسطین مقاومتي ډلو په لویدیځي غاړې کې د وحشي صهیونیسټي پوځيانو  د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې اعلان کړی،هراړخیز او ډله ایز مقاومت، د صهیونیسټي دښمن په وړاندې یوازې مخه نیونکي ټاکنه ده.

https://iqna.ir/fa/news/40985

captcha